د کابل په دوو روغتونونو کې تشخیصیه مرکزونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له لوری د کابل په انتانی او افغان- جاپان روغتونونو کې د دوه تشخیصیه مرکزونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

په دغو روغتونونو کې د  CTسکن ماشینونو د نصبولو چارې هم پیل شوې دی.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په خبره د یادو پروژو د چارو پر بشپړېدو شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځی چې د جایکا او د روغتیا نړیوال سازمان په مالی او تخنیکی همکارۍ به په راتلونکو دریو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلی، چې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو جوړولو بودیجه ځانګړې شوې، چې د جوړولو چارې به یې په نږدې راتلونکی کې پیل شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.