معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې چاودنې دوه تنه وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی

د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې چاودنې دوه تنه وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳۰ مه نېټه):
د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان په سیمه کې په یوه زرنج ډوله درې ټایره ګاډي پسې د یوه نښلول شوي چسپکي ماین د چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند “خالد ځدراڼ” رسنیو ته ویلي دي چې نن ( دوشنبه) مازیګر د پلازمېنې کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د چاودنې له امله دوه کسان شهیدان شوي او یو کسبل ټپی دی.
د سیمې ځیني اوسیدونکو په خواله رسنیو او فیس بوک لیکلي دي چې کېدای شي د دغه پېښې د قربانیانو شمېر زیات وي، خو رسمي سرچینو همدا دوه مړه او یو ټپي یاد کړی دی.
لا تر اوسه پورې د دې چاودنې مسوؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند
ځدراڼ زیاته کړې، چې دغه چاودنه نن مازیګر د شپږمې حوزې اړوند په دارالمان سیمه کې په یوه زرنج کې د چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
ځدراڼ زیاته کړې چې ددې چاودنې له امله یې په زرنج کې ناست دوه بې وسلې عام هېوادوال شهیدان شوي او یو بل لاروی ټپي شوی دی.
د نوموړي په وینا، سیمه کې امنیتي ځواکونو خپلې څېړنې پیل کړي ترڅو د یادې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس