د کابل په شپږمه امنیتی حوزه کې چاودنې دوه تنه وژلی او یو تن یې ټپی کړی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳۰ مه نېټه):
د کابل ښار د شپږمې امنیتی حوزې اړوند د دارالامان په سیمه کې په یوه زرنج ډوله درې ټایره ګاډی پسې د یوه نښلول شوی چسپکی ماین د چاودنې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند “خالد ځدراڼ” رسنیو ته ویلی دی چې نن ( دوشنبه) مازیګر د پلازمېنې کابل په شپږمه امنیتی حوزه کې د چاودنې له امله دوه کسان شهیدان شوی او یو کسبل ټپی دی.
د سیمې ځینی اوسیدونکو په خواله رسنیو او فیس بوک لیکلی دی چې کېدای شی د دغه پېښې د قربانیانو شمېر زیات وی، خو رسمی سرچینو همدا دوه مړه او یو ټپی یاد کړی دی.
لا تر اوسه پورې د دې چاودنې مسوؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند
ځدراڼ زیاته کړې، چې دغه چاودنه نن مازیګر د شپږمې حوزې اړوند په دارالمان سیمه کې په یوه زرنج کې د چسپکی ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
ځدراڼ زیاته کړې چې ددې چاودنې له امله یې په زرنج کې ناست دوه بې وسلې عام هېوادوال شهیدان شوی او یو بل لاروی ټپی شوی دی.
د نوموړی په وینا، سیمه کې امنیتی ځواکونو خپلې څېړنې پیل کړی ترڅو د یادې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاری
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.