د کابل په مکروریانو کې د مرکز ګرمیو بندښت خلکو ته ستونزې جوړې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
کابل کې د مکروریان یو شمېر اوسیدونکی شکایت کوی چې د ژمی په دې موسم کې د مرکز ګرمیو نه فعالېدو له امله ستونزو سره مخ دی.
پر یو شمېر اوسېدونکو د پورونو نه اداینې له امله مرکز ګرمۍ بندې شوی.
دوی وایی، د مرکز ګرمیو بندښت او د سړې هوا له امله یې ماشومان ناروغان دی.
بل لور بیا د مکروریانو د ساتنې او څارنې ریاست وایی، مرکز ګرمۍ به فعالې کړی خو له خلکو غواړی چې خپل پخوانی پورونه تادیه کړی.
د مکروریانو د ساتنې او مراقبت د ادارې مشر عبدالله مسلم زیاته کړې چې د مکروریانو یو شمېر اوسېدونکو له دوو کلونو راهیسې خپل پورنه نه دی ورکړی.
کابل کې د ژمی موسم پرمهال د یخنۍ له امله خلک د اوسېدو له سخت کړکیچ سره مخ کیږی چې ځینو سیمو کې د مرکز ګرمیو شتون دغه یخ تر ډېره بریده مهاروی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.