معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل په وړمې شپې عملیاتو کې د داعش عمومي نظامي او عملياتي مشر وژل شوی

د کابل په وړمې شپې عملیاتو کې د داعش عمومي نظامي او عملياتي مشر وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د ویاند له دفتره په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وړم ماښام یې د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند خيرخانې سيمې ذاکرين ښارګوټي کې د استخباراتو ریاست د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې دوه وژل شویو کسانو کې يو یې د داعشیانو د خراسان څانګې يو مهم مسوول قاري فاتح و.
د خبرپاڼې له قوله قاري فاتح د خراسان له پاره د داعشیانو د جنګ مسوول او د مشرقي زون لپاره د داعش خراسان څانګې د امنيت د ادارې يا د عملياتي ادارې عمومي مسوول و.
د ویاند دفتر په خپرپاڼه کې وړاندې ویلي، چې د داعش ټول عمليات د ده په قومنده کې ترسره کېدل.
تر دې وړاندې هم د استخباراتو ریاست ځانګړو ځواکونو په يو لړ عملياتو کې د هند د نيمې وچې لپاره د داعش ډلې مشر اعجاز امين اهنګر له دوو ملګرو سره یوځای په یو بل عملیاتو کې وواژه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس