د کابل په وړمې شپې عملیاتو کې د داعش عمومی نظامی او عملیاتی مشر وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د ویاند له دفتره په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې وړم ماښام یې د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند خیرخانې سیمې ذاکرین ښارګوټی کې د استخباراتو ریاست د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې دوه وژل شویو کسانو کې یو یې د داعشیانو د خراسان څانګې یو مهم مسوول قاری فاتح و.
د خبرپاڼې له قوله قاری فاتح د خراسان له پاره د داعشیانو د جنګ مسوول او د مشرقی زون لپاره د داعش خراسان څانګې د امنیت د ادارې یا د عملیاتی ادارې عمومی مسوول و.
د ویاند دفتر په خپرپاڼه کې وړاندې ویلی، چې د داعش ټول عملیات د ده په قومنده کې ترسره کېدل.
تر دې وړاندې هم د استخباراتو ریاست ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د هند د نیمې وچې لپاره د داعش ډلې مشر اعجاز امین اهنګر له دوو ملګرو سره یوځای په یو بل عملیاتو کې وواژه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.