د کابل څلورمې حوزې اړوند تایمنی سیمه کې بمی چاودنه رامنځ ته شوې.
ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۱۳مه) د ماسپښین څه د پاسه ۱۲ بجې د کابل په څلورمه حوزه کې سړک د غاړې بم چاودنه کړې.
د اسلامی امارت مرستیال ویاند احمد الله وثیق وایی، چې په یاده پېښه هیڅ ډول مالی او ځانی زیان نه لری.
ځایی شاهدانو ویلی، چې دغه چاودنه پر یو لنډکلوزر موټر شوې.
د پنجشیر د امنیت آمر عبدالحمید خراسانی منی، په دغه برید کې د پنجشیر د والی مولوی قدرت الله موټر په نښه شوی. خراسانی ډاډ ورکوی، چې والی ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی.
گهیځ