د کابل ښار په بازارونو کې د بیو د کنټرول او څارنې لړۍ پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۳سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست مسوولینو ویلی، چې د لوی اختر په رانږدې کېدو او د نرخنامې د تنظیم او پلی کېدو او د احتکار د مخنیوی په موخه یې بازارونو کې د کنټرول او څارنې لړۍ پیل کړه.

د کابل ښاروالۍ ویلی، د لوی اختر په مناسبت په ۳۵ نمبر نرخ پاڼه کې یې وچه مېوه شامله کړې ده.

د مسوولینو په وینا هر هغه څوک چې له دغې نرخ پاڼې سرغړونه وکړی، کابل ښاروالۍ به ورسره قانونی چلند وکړی.

دوی زیاته کړې، چې د ښاروالۍ د اړیکو شمېره ۱۵۵ ده او د کابل په ټولو سیمو کې د خلکو د همکارۍ لپاره حاضر دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.