معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د کابل ښار په دولسمه حوزه کې د داعش پر ضد د حکومتي ځواکونو عملیات تر سره شوي دي

د کابل ښار په دولسمه حوزه کې د داعش پر ضد د حکومتي ځواکونو عملیات تر سره شوي دي

کابل-ګهیځ نیوز(د حمل/وري ۲مه ۱۴۰۲)
د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې تېره شپه د کابل ښار دولسمې حوزې اړوند په بتخاک څلور لارې کې د داعش ډلې پټنځایونه په نښه کړي او د هغوی درې مهم غړي یې وژلې دي.
تېره شپه د خوارجو پر يو پټنځای عمليات وشول چې په پايله کې یې د داعشي خوارجو درې مهم غړي ووژل شول او اسلحې، لاسي بمونه، منفجره مواد، په زيات شمير ريموډونه او د ماين جوړونې ډیر وسايل ترې ونیول شول.
په دغه رسنیزه اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې ده چې داعشي خوارجو له دغه پټنځای څخه په کابل ښار کې د بريدونو لپاره کار اخيست او د جکومت د مرکزي ویاند په خبره، پلان يې درلود چې د روژې مياشت کې په مقدسه اماکنو او ولسي وګړو بريدونه وکړي .
د حکومت د مرکزي ویاند په خبره دغه ترهګریز پلان مخکې له مخکې کشف او داعشیان لمنځه يوړل شول.
ذبیح الله مجاهد همدا راز زیاتوي چې په عملياتو کې ولسي وګړو او د حکومت افرادو ته کوم زيان نه دی رسيدلی.
د یادونې وړ ده چې د تېر لمریز کال (۱۴۰۱) په اوږدو کې څو څو ځله د کابل ښار په بېلابېلو سیمو او په تېره بیا د کارته نو( اتمې حوزې) او ارزان قیمت( دولسمې) حوزې اړوند سیمو کې د داعش وسله والو پټنځایونه د حکومتي ځواکونو تر برید لاندې راغلي او د جکړو په ترڅ کې داعشي مخالفینو ته درانه تلفات ور اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوې خواته نړیوال سازمانونه او مقامات دلته د داعش ډلې د بریدونو له زیاتېدو اندېښنه ښکاروي خو په مقابل کې حکومتي چارواکي او ویاندویان بیا دلته د مخالفینو له شتون او قوي پټنځایونو له شتون څخه انکار کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس