د کابل ښار په دولسمه حوزه کې د داعش پر ضد د حکومتی ځواکونو عملیات تر سره شوی دی

کابل-ګهیځ نیوز(د حمل/وری ۲مه ۱۴۰۲)
د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد وایی چې تېره شپه د کابل ښار دولسمې حوزې اړوند په بتخاک څلور لارې کې د داعش ډلې پټنځایونه په نښه کړی او د هغوی درې مهم غړی یې وژلې دی.
تېره شپه د خوارجو پر یو پټنځای عملیات وشول چې په پایله کې یې د داعشی خوارجو درې مهم غړی ووژل شول او اسلحې، لاسی بمونه، منفجره مواد، په زیات شمیر ریموډونه او د ماین جوړونې ډیر وسایل ترې ونیول شول.
په دغه رسنیزه اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې ده چې داعشی خوارجو له دغه پټنځای څخه په کابل ښار کې د بریدونو لپاره کار اخیست او د جکومت د مرکزی ویاند په خبره، پلان یې درلود چې د روژې میاشت کې په مقدسه اماکنو او ولسی وګړو بریدونه وکړی .
د حکومت د مرکزی ویاند په خبره دغه ترهګریز پلان مخکې له مخکې کشف او داعشیان لمنځه یوړل شول.
ذبیح الله مجاهد همدا راز زیاتوی چې په عملیاتو کې ولسی وګړو او د حکومت افرادو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
د یادونې وړ ده چې د تېر لمریز کال (۱۴۰۱) په اوږدو کې څو څو ځله د کابل ښار په بېلابېلو سیمو او په تېره بیا د کارته نو( اتمې حوزې) او ارزان قیمت( دولسمې) حوزې اړوند سیمو کې د داعش وسله والو پټنځایونه د حکومتی ځواکونو تر برید لاندې راغلی او د جکړو په ترڅ کې داعشی مخالفینو ته درانه تلفات ور اوښتی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یوې خواته نړیوال سازمانونه او مقامات دلته د داعش ډلې د بریدونو له زیاتېدو اندېښنه ښکاروی خو په مقابل کې حکومتی چارواکی او ویاندویان بیا دلته د مخالفینو له شتون او قوی پټنځایونو له شتون څخه انکار کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.