کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت له لوری کابل ښار څخه پر راټولو شویو هغو ۳۰ زرو په شاوخوا کې سوالګرو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه، چې تر ارزونې وروسته مستحق ګڼل شوی دی.
د مرستو ترلاسه کوونکی وایی، د دوی لپاره باید دغه ډول مرستې دوامداره شی، څو له کوره بهر د سوال کولو لپاره اړ نه شی.
د سرپرست افغان حکومت په راتلو سره په زرګونه سوالګر له مرکز کابل او ولایاتو څخه راټول شول، چې اوس له مستحقو سره تر ارزولو وروسته د مرستو لړۍ پیل شوې ده.
مسوولین دغو سوالګرو سره د مرستو لپاره په خپلو سوداګرو او پانګوالو باندې غږ کړی، چې د دوی په لاسنیوی کې دې له حکومت سره همکاری وکړی
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ