معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل – کندهار لویې لارې د جوړېدو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

د کابل – کندهار لویې لارې د جوړېدو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۹ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د ټولګټو چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې د کابل – کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې چې په شپږو برخو کې پیل شوې وې، ۷۰ سلنه بشپړ شوي او یوازې د سپالټ چارې یې پاتې دي، چې په راتلونکې میاشت کې به ګټي اخیستنې ته وسپارل شي.

د راپور پر بنسټ، د سرپرست حکومت ویاند هم ویلي، چې په ټول هېواد کې رغنیزې پروژې په متوازن ډول دوام لری.

نوموړی وايي، د کابل – کندهار د لويې لارې سړک او نورې پروژې اکثره د داوطلبۍ له لارې نړیوالو شرکتونو ته ورکول کیږي، څو یې کارونه په چټکۍ سره پر مخ ولاړ شي.

د کابل – کندهار یو له هغو لویو لارو څخه ده، چې تېر کې د خرابوالي له امله په کې ډېری ټرافیکي پېښې رامنځته کېدلې.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس