کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ټولګټو چارو وزارت مسوولینو ویلی، چې د کابل – کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې چې په شپږو برخو کې پیل شوې وې، ۷۰ سلنه بشپړ شوی او یوازې د سپالټ چارې یې پاتې دی، چې په راتلونکې میاشت کې به ګټی اخیستنې ته وسپارل شی.
د راپور پر بنسټ، د سرپرست حکومت ویاند هم ویلی، چې په ټول هېواد کې رغنیزې پروژې په متوازن ډول دوام لری.
نوموړی وایی، د کابل – کندهار د لویې لارې سړک او نورې پروژې اکثره د داوطلبۍ له لارې نړیوالو شرکتونو ته ورکول کیږی، څو یې کارونه په چټکۍ سره پر مخ ولاړ شی.
د کابل – کندهار یو له هغو لویو لارو څخه ده، چې تېر کې د خرابوالی له امله په کې ډېری ټرافیکی پېښې رامنځته کېدلې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ