کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل د نورک له سیمې د غزنی تر مقر ولسوالۍ پورې د کابل – کندهار لویې د ۷۸ کیلومتره سړک د لومړی پړاو بنسټیزې بیارغونې چارې بشپړې شوې.
د کابل – کندهار لویې لارې یاده برخه د ۱۴ میاشتو په موده کې د ۲.۷ میلیارده افغانیو په ارزښت ورغول شوه.
د تړون کوونکی خصوصی شرکت مسوول وایی، د نړیوالو معیارونو سره سم یې د دغه سړک د رغونې چارې بشپړې کړې دی.
په ورته مهال سیمه ییزو مسوولینو ویلی، په بنسټیز ډول د کابل – کندهار لویې لارې رغونه د سرپرست حکومت لومړیتوب دی او د دغې لارې جوړېدل به د خلکو پر اقتصاد او ژوند مثبت اغېز ولری.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په اوو برخو کې د کابل – کندهار د بیارغونې چارې روانې دی، چې زرګونه کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ