کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزني ولایت په اړوند سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار نن شپه دوه خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته شوي.
دغه پېښې له یو بل څخه په ۱۵ کیلومترۍ واټن کې رامنځته شوې دي.
په یادو پېښو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
تر اوسه د پېښو د دقیق علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ګومان کېږي چې د موټرو چټک سرعت او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول یې اصلي عوامل دي.
ځايي چارواکو د پېښو قربانیانو ته د عاجلو مرستو رسولو لپاره هڅې پیل کړي او ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
چارواکو پر مسافرو او موټر چلوونکو غږ کړی چې د لویو لارو پر تګ راتګ کې له احتیاطه کار واخلي او د ترافیکي اصولو جدي رعایت وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/