د کابل – کندهار پر لویه لار د دوو ترافیکی پېښو له امله ۵۰ کسانو خپل ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزنی ولایت په اړوند سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار نن شپه دوه خونړۍ ترافیکی پېښې رامنځته شوی.

دغه پېښې له یو بل څخه په ۱۵ کیلومترۍ واټن کې رامنځته شوې دی.

په یادو پېښو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه شوی او ګڼ نور ټپیان دی.

تر اوسه د پېښو د دقیق علت په اړه معلومات نه دی ورکړل شوی، خو ګومان کېږی چې د موټرو چټک سرعت او د ترافیکی اصولو نه مراعاتول یې اصلی عوامل دی.

ځایی چارواکو د پېښو قربانیانو ته د عاجلو مرستو رسولو لپاره هڅې پیل کړی او ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوی دی.

چارواکو پر مسافرو او موټر چلوونکو غږ کړی چې د لویو لارو پر تګ راتګ کې له احتیاطه کار واخلی او د ترافیکی اصولو جدی رعایت وکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.