کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویلی، چې د کابل – کندهار پر لویه لار دمګړۍ د ۱۷ سوه ۵۶ پلونو او پلچکونو د جوړېدو چارې روانې دی.
د یاد وزارت سرپرست محمدعیسی ثانی دغه څرګندونې زابل کې د دوو پلونو د پرانېستې په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دی.
نوموړی دغه غونډه کې زیاته کړې، چې د دې دوو پلونو څخه یو یې د ترکیې هېواد اړوند د “۷۷ په نوم کمپنۍ” له لوری په وړیا توګه جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړې چې دا مهال زابل کې د لسو پلونو د جوړېدو چارې روانې دی.
د یادې لویې لارې د باروړونکو موټر چلوونکی وایی، خوښ دی چې کلونه وروسته پر دې لویه لار ویجاړ شوی پلونه او پلچکونه جوړیږی.
د دوی په وینا، د دې پلونو او پلچکونو په جوړېدو سره به ټرانسپورټی برخه اسانتیاوې نورې هم زیاتې شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ