کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل – ګردېز او ګردېز – خوست ترمنځ عمومي لارې چې د واورې ډېر اورښت له امله د تګ – راتګ پر مخ تړل شوې وې، بېرته پرانستل شوې.
د خبر پر بنسټ، د پکتیا ولایت مقام رسنیز دفتر په دې اړه ویلي، چې عمومي لارې د تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شوي او د ټولګټو چارو ریاست هڅه کوي، ځینې فرعي لارې هم له واورو څخه پاکې اود تګ – راتګ پرمخ یې پرانیزي.
له پلازمینې کابل سره نښلیدونکې د هېواد لویې لارې په داسې مهال تړل شوي، چې په تېرو دوو ورځو کې ډېرى ولايتونه د واورې او بارانونو د اورښت شاهدان وو او نن هم په ځينو ولايتونو کې د واورې د اورښت اټکل شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/