کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل – ګردېز او ګردېز – خوست ترمنځ عمومی لارې چې د واورې ډېر اورښت له امله د تګ – راتګ پر مخ تړل شوې وې، بېرته پرانستل شوې.
د خبر پر بنسټ، د پکتیا ولایت مقام رسنیز دفتر په دې اړه ویلی، چې عمومی لارې د تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شوی او د ټولګټو چارو ریاست هڅه کوی، ځینې فرعی لارې هم له واورو څخه پاکې اود تګ – راتګ پرمخ یې پرانیزی.
له پلازمینې کابل سره نښلیدونکې د هېواد لویې لارې په داسې مهال تړل شوی، چې په تېرو دوو ورځو کې ډېرى ولایتونه د واورې او بارانونو د اورښت شاهدان وو او نن هم په ځینو ولایتونو کې د واورې د اورښت اټکل شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ