د کابل_کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې به ډېر ژر پیل شی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۹ نېټه):
د ټولګټو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د کابل_کندهار لویې لارې د جوړېدو او اساسی ترمیم چارې به ډېر ژر پیل او په څو برخو کې به بشپړې شی.
دغه وزارت په اعلامیه کې د سرپرست وزیر له قوله ویلی، چې د کابل_کندهار د لویې لارې د جوړېدو او اساسی ترمیم چارې روانې دی.
د ټولګټو وزارت سرپرست د دغه وزارت د مرکز او ولایتونو رییسانو ته لارښوونه کړې، چې د خلکو د ټرانسپورټی ستونزو د حل او د سړکونو د ساتنې او مراقبت په برخه کې اساسی کار وکړی، څو خلک په اسانه تګ_راتګ وکړی.
د کابل_کندهار لویه لار د هېواد له مهمو سړکونو څخه ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او چاودنو له امله سخت زیانمن شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.