کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې اتمه ناسته کې یوه پلاوی ته دنده سپارل شوې، چې د اقتصادی کمېټې د طرحې په پام کې نیولو سره هېواد ته د بې کېفیته تېلو وارداتو مخنیوی په تړاو هراړخیزه پلټنه ترسره او خپل وروستی راپور دې د کابینې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړی.
د دې سربېره د کورنیو چارو وزارت په رهبرۍ یو پلاوی د دې لپاره ګمارل شوی، چې هېواد ته د رکشو واردولو او په ښارونو کې د ګرځېدو اړوند یوه طرحه جوړه کړی او پایله یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ