معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابینې غونډه کې د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ په تړاو خبرې شوي

د کابینې غونډه کې د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ په تړاو خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت د کابينې غونډه کې پر يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوې دي.

د چارو ادارې عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې د آقينې – اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د ۳۰ کيلومتره ځمکې د استملاک په اړه بحث شوی او يو پلاوی ټاکل شوی، چې د دې ځمکې د استملاک چارې له نږدې وڅېړي او پايله دې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدارنګه، په یاده غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د کابل – کندهار لويې لارې د جوړولو چارې له کابل تر غزني پورې د دوهم سړک جوړولو لپاره له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړي او پايلې يې د رياست الوزرا له مقام سره شريکه کړي، څو يې د جوړېدو عملي چارې ژر پيل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس