کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت د کابینې غونډه کې پر یو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوې دی.
د چارو ادارې عمومی ریاست له لوری په خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوی، چې په دې غونډه کې د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ د لومړی فاز د ۳۰ کیلومتره ځمکې د استملاک په اړه بحث شوی او یو پلاوی ټاکل شوی، چې د دې ځمکې د استملاک چارې له نږدې وڅېړی او پایله دې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړی.
همدارنګه، په یاده غونډه کې ټولګټو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د کابل – کندهار لویې لارې د جوړولو چارې له کابل تر غزنی پورې د دوهم سړک جوړولو لپاره له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړی او پایلې یې د ریاست الوزرا له مقام سره شریکه کړی، څو یې د جوړېدو عملی چارې ژر پیل شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ