کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د رییس الوزرا په مشرۍ د کابینې په درېیمه غونډه کې د برېښنا بیې او ضایعاتو د سلنې کمولو په موخه یوه پلاوی ته دنده سپارل شوې، چې له اړوندو هېوادونو سره یې په اړه خبرې وکړی.
د راپور پر بنسټ، غونډه کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر په مشرۍ د کرنې او اوبو لګولو، ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست استازو په ګډون پلاوی ته د تېر حکومت د امنیتی پوستو او بېسونو د ځمکې ارزونې په موخه هم دنده سپارل شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ