معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابینې په غونډه کې د کابل ښار د ماسټر پلان د پلي کولو پرېکړه وشوه

د کابینې په غونډه کې د کابل ښار د ماسټر پلان د پلي کولو پرېکړه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزراء په مشرۍ د کابینې ۲۳مه غونډه کې د کابل ښار د ماسټر پلان د پلي کولو پرېکړه وشوه.

د کابینې غوڼده کې د کابل ښار د ماسټر پلان پلي کولو طرزالعمل ته په کتو ادارې مکلفې وګڼل شوې، چې دې برخه کې خپلې چارې او مسئولیتونه ترسره کړي.

دې غونډه کې همدا راز د هېواد د سرحدي ولسوالیو په اړه د پوهنې، عامې روغتیا، ټولګټو چارو، کلیو پراختیا او بیارغونې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو او کورنیو چارو وزارتونو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس