کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزراء په مشرۍ د کابینې ۲۳مه غونډه کې د کابل ښار د ماسټر پلان د پلی کولو پرېکړه وشوه.
د کابینې غوڼده کې د کابل ښار د ماسټر پلان پلی کولو طرزالعمل ته په کتو ادارې مکلفې وګڼل شوې، چې دې برخه کې خپلې چارې او مسئولیتونه ترسره کړی.
دې غونډه کې همدا راز د هېواد د سرحدی ولسوالیو په اړه د پوهنې، عامې روغتیا، ټولګټو چارو، کلیو پراختیا او بیارغونې، مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو او کورنیو چارو وزارتونو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته په جدی توګه رسېدنه وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ