کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر ویلی، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې ډیپلوماتان یې کابل ته ستانه شی او له سرپرست حکومت سره خبرې او تعامل وکړی.
په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر عارف لالانی په یوه مرکه کې ویلی، کاناډا باید له افغانستان څخه وتلې نه وای، بلکې پاتې شوې وای او د اندېښنو د حل لپاره یې له نږدې کار کړی وای.
عارف لالانی له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۸ ز کال پورې په افغانستان کې د کاناډا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او له دې مخکې په اردن، عراق او عربی متحده اماراتو کې د کانادا لوړپوړی دیپلومات و.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ