کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۷ مه نېټه):
راپورونه وایی، چې د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزارت د ګازو د ټاپی پروژې د اجراییوی رییس سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپی پروژې نل لیکې کمپنۍ اجراییوی رییس محمد امانوف او مل پلاوی سره لیدلی دی.
د کانونو او پټرولیم سرپرست په دغه کتنه کې ویلی، چې ټاپی پروژه نه یوازې د افغانستان، بلکې د دریو نورو هېوادونو لپاره هم مهمه او حیاتی ده او افغان حکومت هم یادې پروژې عملی چارو ژر پیل کېدو په تمه دی.
د ټاپی پروژې اجراییوی رییس د دې پروژې د تطبیق په برخه کې د افغان لوری، په ځانګړی ډول د کانونو او پټرولیم وزارت له ملاتړ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دغه برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.
دواړو لورو په دغه کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت، کرنې او مالدارۍ او ټاپی شرکت ترمنځ د ځمکې استملاک او د هرات صنعتی ښارګوټی او ښاریانو ته د ګازو د وېش په اړه د درې اړخیزې هوکړې پر لاسلیک هم خبرې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ