د کانونو ناقانونه استخراج ته اجازه نه ورکول کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر بدخشان ته د سفر پرمهال په ناقانونه توګه د کانونو د استخراج او د قاچاق پر مخنیوی ټینګار وکړ.

نوموړی په دې برخه کې د بدخشان ولایت د چارواکو د ډېرې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه هم وکړه.

سرپرست وزیر همدارنګه د شهر برزګ ولسوالۍ ته ورغلی او په یوې غونډه کې یې د شرکتونو مسوولینو او ځایی خلکو ته ویلی چې په ناقانونه توګه د کانونو کیندلو ته اجازه نه‌ ورکول کیږی او ټول شرکتونه مکلف دی چې د قانون پر بنسټ تړون وکړی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، سرپرست وزیر د کان کیندنې شرکتونو ته ویلی، د کانونو او پټرولیم وزارت د زرشویۍ او مسلکی معدن‌ کارۍ لپاره یوه جامع کړنلاره چمتو کړې، چې معدن‌کاران کولی شی، کابل ته د راتګ پر ځای د بدخشان ولایت د کانونو او پټرولیم وزارت له ریاسته خپل جوازونه ترلاسه کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.