کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت، د کانونو د استخراج تړونونه ترسره کړی دی.
د کانونو وزارت د مسوولینو په وینا د دې کانونو د اکتشاف مرحله پیل شوې او تر راتلونکی یوه یا دوو کلونو به یې د استخراج بهیر هم پیل شی.
دوی زیاتوی چې په ټولو شرکتونو باندې دا لازمی شوې، چې د ټولو استخراج شوی منرالونو پروسېس به هېواد کې ترسره کیږی.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې د کانونو په استخراج سره به د هېواد په کچه لسګونه زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شی.
د کانونو وزارت مسوولین زیاتوی، چې د روان کال له پیل څخه ۴۱ کوچنیو کانونو قراردادونو کورنیو پانګوالو ته ورکړی، چې په دې کانونو کې مالګه، نفرایټ، کرومایټ، تالک، سرب، جست، کلسید، او ځینې نور منرالونه شامل دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ