معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د کانکور آزموینې سږنۍ پایلې او د ځوان نسل لا روانه غمېزه!

د کانکور آزموینې سږنۍ پایلې او د ځوان نسل لا روانه غمېزه!

پرون د سرپرست حکومت د آزموینو د ملي ادارې له خوا د ۱۴۰۲ لمریز کال کانکور آزموینو پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.د دې پایلو له مخې د آزموینې ټول ګډونوال د خپلې خوښې پوهنځیو ته کامیاب شوي دي او د اعلان شویو پایلو له مخې هېڅ څوک هم پکې ناکام نشته.
رسمي چارواکي وایي چې د سږ کال د کانکور آزموینې ګډونوال د تېر کال په پرتله زیات شوي دي، خو دا پداسې حال کې ده چې د سږ کال په کانکور آزموینه کې د افغانستان د معاصر تاریخ په کچه په لومړي ځل نجونو ته په کانکور آزموینه کې د ګډون اجازه نده ورکړل شوې.
په هغه مراسمو کې چې پرون د همدې پایلو د اعلان پر وخت جوړ شوي وو، د افغانستان د اوسني حکومت د وزیرانو شورا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې سږ کال د کانکور آزموینې هېڅ ګډونوال ناکام او یا هم بې پایلې شوي نه دي ، بلکې ددې آزموینې ټول ګډونوال په بېلابېلو پوهنځيو کې جذب شوي دي.
بل اړخ ته د آزموینو ملي ادارې د مشر په وینا، د سږ کال په کانکور آزموینه کې شاوخوا ۸۸ زره کسانو ګډون کړی وو چې په پنځو برخو کې تر ۸۲ زره کسانو ډېر ګډون وال بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شوي دي او یو شمېر کسانو بیا نیمه لوړو زدکړو بنسټونو ته لار موندلې ده.
په تېرو کم او زیات دوه دریو لسیزو کې په افغانستان کې د کانکور آزموینه او د هغې پایلې تل د وخت د خبرونو مهم سرټکي جوړوي، پر افغانستان د امریکایانو د یرغل په لومړیو کلونو کې مو په یاد دي چې د کانکور پایلې به دومره جنجالي شوې چې د هېواد په کچه به یې لویه غوغا جوړه کړه.تر ډېره به په آزموینه کې د حق تلفیو کیسې کېدې او تر ډېره بریده به د واسطې او پېژندګلوۍ پر مټ د زده کونکو د کامیابېدو کیسې تکرارېدې او آن د حکومت په لوړه کچه به په آزموینه کې د درغلۍ او فساد کیسې د حکومت تر لوړپوړیو کچو پورې زمزمه کېدې.
که څه هم د جمهوریت په وروستیو کلونو کې او کله چې په ملي کچه د آزموینو ځانګړې اداره جوړه شوه، دا کیسې او افسانې کمې شوې او د کانکور آزموینه تر ډېره بریده شفافه او رڼه شوه، خو اوس بیا د جمهوریت تر سقوط وروسته بله ستونزه دا پکې راپیدا شوه چې د هېواد له بېلابېلو ښوونځیو فارغو شویو نجونو ته په کانکور کې د ګډون حق ورنکړای شو او لکه څه ډول چې تر اووم ټولګي پورته نجونې د لومړنیو زده کړو له حق څخه محرومې دي، په همدې بڼه په کانکور کې له ګډون او د لوړو زده کړو له حق نه هم محرومې کړای شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوه کلونو کې چې د افغانستان مؤقت حکومت چارواکو د نجونو او مېرمنو د منځنیو او لوړو زده کړو مخه بنده کړې ده د هېواد او نړۍ په کچه لویو او مشهورو علماوو له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې باید پدې پرېکړه بیا کتنه وکړي، خو د افغانستان د حکومت ویاندویان او چارواکي پدې اړه نه په زغرده د مخالفت غږ کوي او نه هم اجازه ورکوي چې د هېواد د راتلونکي نسل نیم نفوس د اسلامي قوانینو او اسلامي دود او دستور مطابق، د زده کړو په اړه له خپل حق څخه ګټه پورته کړي.
په زړه پورې دا ده چې د نجونو د زده کړو په اړه د غږ په اوچتونکو کې یوازې بهرنیان یا د افغانستان د اوسني حکومت سیاسي او نظامي مخالفین نه، بلکې په کور د ننه دیني علماء، د اوسني حکومت پلویان او آن د حکومت لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي.
پدې اړه د بهرنیو چارو وزارت برحاله سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی، دلته د طالبانو د واکمنۍ په لومړي دور کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف او په سل هاوو نور داسې شخصیتونه چې شاید د ټولو تفصیلي یادول د دې کرښو له توانه بهر وي او د نجونو د زده کړو په اړه د هغوی څرګند او واضح دریځونه د بېلګې په ډول یادولای شو.
پدې تړاو د مولوي عبدالسلام ضعیف هغه څرګندونې چې له یوې لویدیځوالې رسنۍ سره یې په ځانګړې مرکه کې ادعا کړې وه چې د اوسني حکومت آن ۹۵ سلنه غړي د نجونو او مېرمنو د زده کړو د بهیر د بیا پیل غوښتونکي دي، د سیاسي شنونکو او مبصرینو په آند، هغه تصویر دی چې د افغانستان وضعیت ښه انځور کولای شي.
دې ټولو ته په کتو هیله ده اوسنی افغان حکومت د ګڼو نورو اصلاحي اقداماتو په ترڅ کې چې تر اوسه یې پورته کړې، د نجونو د متوسطه او لوړو زده کړو په اړه هم د اسلامي شریعت او اسلام د اساساتو سره سم ګام اوچت کړي، تر څو د هېواد تر نیم زیات نفوس مو د جهالت په تیارو کې پاتې نشي او په راتلونکو کلونو کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو سره یوې خواته دلته د نورو د مداخلو مخه ونیسو او بل لوري ته د خپل ولس ملاتړ خپل کړو. و ما علینا الی البلاغ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس