پرون د سرپرست حکومت د آزموینو د ملی ادارې له خوا د ۱۴۰۲ لمریز کال کانکور آزموینو پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.د دې پایلو له مخې د آزموینې ټول ګډونوال د خپلې خوښې پوهنځیو ته کامیاب شوی دی او د اعلان شویو پایلو له مخې هېڅ څوک هم پکې ناکام نشته.
رسمی چارواکی وایی چې د سږ کال د کانکور آزموینې ګډونوال د تېر کال په پرتله زیات شوی دی، خو دا پداسې حال کې ده چې د سږ کال په کانکور آزموینه کې د افغانستان د معاصر تاریخ په کچه په لومړی ځل نجونو ته په کانکور آزموینه کې د ګډون اجازه نده ورکړل شوې.
په هغه مراسمو کې چې پرون د همدې پایلو د اعلان پر وخت جوړ شوی وو، د افغانستان د اوسنی حکومت د وزیرانو شورا اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې سږ کال د کانکور آزموینې هېڅ ګډونوال ناکام او یا هم بې پایلې شوی نه دی ، بلکې ددې آزموینې ټول ګډونوال په بېلابېلو پوهنځیو کې جذب شوی دی.
بل اړخ ته د آزموینو ملی ادارې د مشر په وینا، د سږ کال په کانکور آزموینه کې شاوخوا ۸۸ زره کسانو ګډون کړی وو چې په پنځو برخو کې تر ۸۲ زره کسانو ډېر ګډون وال بېلابېلو پوهنځیو ته بریالی شوی دی او یو شمېر کسانو بیا نیمه لوړو زدکړو بنسټونو ته لار موندلې ده.
په تېرو کم او زیات دوه دریو لسیزو کې په افغانستان کې د کانکور آزموینه او د هغې پایلې تل د وخت د خبرونو مهم سرټکی جوړوی، پر افغانستان د امریکایانو د یرغل په لومړیو کلونو کې مو په یاد دی چې د کانکور پایلې به دومره جنجالی شوې چې د هېواد په کچه به یې لویه غوغا جوړه کړه.تر ډېره به په آزموینه کې د حق تلفیو کیسې کېدې او تر ډېره بریده به د واسطې او پېژندګلوۍ پر مټ د زده کونکو د کامیابېدو کیسې تکرارېدې او آن د حکومت په لوړه کچه به په آزموینه کې د درغلۍ او فساد کیسې د حکومت تر لوړپوړیو کچو پورې زمزمه کېدې.
که څه هم د جمهوریت په وروستیو کلونو کې او کله چې په ملی کچه د آزموینو ځانګړې اداره جوړه شوه، دا کیسې او افسانې کمې شوې او د کانکور آزموینه تر ډېره بریده شفافه او رڼه شوه، خو اوس بیا د جمهوریت تر سقوط وروسته بله ستونزه دا پکې راپیدا شوه چې د هېواد له بېلابېلو ښوونځیو فارغو شویو نجونو ته په کانکور کې د ګډون حق ورنکړای شو او لکه څه ډول چې تر اووم ټولګی پورته نجونې د لومړنیو زده کړو له حق څخه محرومې دی، په همدې بڼه په کانکور کې له ګډون او د لوړو زده کړو له حق نه هم محرومې کړای شوې دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوه کلونو کې چې د افغانستان مؤقت حکومت چارواکو د نجونو او مېرمنو د منځنیو او لوړو زده کړو مخه بنده کړې ده د هېواد او نړۍ په کچه لویو او مشهورو علماوو له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې باید پدې پرېکړه بیا کتنه وکړی، خو د افغانستان د حکومت ویاندویان او چارواکی پدې اړه نه په زغرده د مخالفت غږ کوی او نه هم اجازه ورکوی چې د هېواد د راتلونکی نسل نیم نفوس د اسلامی قوانینو او اسلامی دود او دستور مطابق، د زده کړو په اړه له خپل حق څخه ګټه پورته کړی.
په زړه پورې دا ده چې د نجونو د زده کړو په اړه د غږ په اوچتونکو کې یوازې بهرنیان یا د افغانستان د اوسنی حکومت سیاسی او نظامی مخالفین نه، بلکې په کور د ننه دینی علماء، د اوسنی حکومت پلویان او آن د حکومت لوړ پوړی چارواکی هم شامل دی.
پدې اړه د بهرنیو چارو وزارت برحاله سیاسی مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی، دلته د طالبانو د واکمنۍ په لومړی دور کې په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر مولوی عبدالسلام ضعیف او په سل هاوو نور داسې شخصیتونه چې شاید د ټولو تفصیلی یادول د دې کرښو له توانه بهر وی او د نجونو د زده کړو په اړه د هغوی څرګند او واضح دریځونه د بېلګې په ډول یادولای شو.
پدې تړاو د مولوی عبدالسلام ضعیف هغه څرګندونې چې له یوې لویدیځوالې رسنۍ سره یې په ځانګړې مرکه کې ادعا کړې وه چې د اوسنی حکومت آن ۹۵ سلنه غړی د نجونو او مېرمنو د زده کړو د بهیر د بیا پیل غوښتونکی دی، د سیاسی شنونکو او مبصرینو په آند، هغه تصویر دی چې د افغانستان وضعیت ښه انځور کولای شی.
دې ټولو ته په کتو هیله ده اوسنی افغان حکومت د ګڼو نورو اصلاحی اقداماتو په ترڅ کې چې تر اوسه یې پورته کړې، د نجونو د متوسطه او لوړو زده کړو په اړه هم د اسلامی شریعت او اسلام د اساساتو سره سم ګام اوچت کړی، تر څو د هېواد تر نیم زیات نفوس مو د جهالت په تیارو کې پاتې نشی او په راتلونکو کلونو کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو سره یوې خواته دلته د نورو د مداخلو مخه ونیسو او بل لوری ته د خپل ولس ملاتړ خپل کړو. و ما علینا الی البلاغ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ