د کان کیندنې لپاره د کورنیو او بهرنیو شرکتونو وړاندېزونه؛ راتلونکې میاشت به ۸ قراردادونه لاسلیک شی

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۱۴مه او د اکټوبر میاشتې ۶مه نېټه ده) د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایی، راتلونکې میاشت به په هرات او غور ولایتونو کې د ۸ کانونو د کیندنې قراردادونه لاسلیک کړی.
د یاد وزارت ویاند عصمت الله برهان رسنیو ته ویلی، د دغو کانونو د کیندنې لپاره ۲۵۰ غوښتنلیکونه ترلاسه شوی چې غور پرې روان دی.
ده دا هم وویل چې، د غوری د اوسپنې د کان د ایستنې لپاره یې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو وړاندیزونه ترلاسه کړی او ژر به له ګټونکی شرکت سره قرارداد لاسلیک شی.
تر دې وړاندې د یاد وزارت چارواکو ویلی و، چې د دغو پروژو په پلی کېدو سره به لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.