کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلی، چې د هلمند ولایت د کجکی بند د دوهم فاز پروژې د دوهمې برخې چارې چې د خدماتی پرچاوی جوړول، د دروازو نصبول او د اضطراری پرچاوی جوړول په کې شامل دی، ۱۰ سلنه بشپړې شوې دی.
یاد وزارت ویلی، د دې بند د لومړی او دوهم فاز د چارو په بشپړېدو سره به د یاد بند د اوبو زېرمه کولو وړتیا له یو میلیارد متر مکعب څخه ۲.۰۲ میلیارد متر مکعب ته او د اوبو لګولو وړتیا له ۱۰۰زره هکتارو څخه ۲ لکه ۷۶ زره هکتارو ته لوړه شی.
همدا راز د یاد بند د برېښنا د تولید کچه به هم له ۵۱ میګاواټو څخه ۱۵۱ میګاواټو ته پورته شی چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د هلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکی له برېښنا څخه برخمن شی.
د کجکی بند د دوهم فاز پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له سترو پروژو څخه ګڼل کیږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ