د کراچۍ زندان کې یو افغان بندی ساه ورکړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
پاکستانۍ رسنۍ دی نېشن خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د کراچۍ ښار په زندان کې یو بل افغان بندی هم ساه ورکړې ده.
د دغه رسنۍ د خبر له مخې یاد بندی فیض محمد نومېده چې ۶۰ کاله عمر یې درلود.
سرچینې زیاته کړې، هغه له لسګونو نورو افغانانو سره تېره میاشت له نیول کېدو وروسته د کراچۍ په لانډی محبس کې بندی شوی و.
دی نېشن رسنۍ د ځایی امنیتی سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د بند پر مهال یاد افغان ته ناروغی پیدا شوې وه چې په اړه یې په کراچۍ کې افغان کونسل جنرال ته خبر ورکړل شوی و.
د یادونې ده له دې مخکې هم دوه افغانان د کراچۍ په زندان کې مړه شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.