کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۵مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان کراچۍ ملکی روغتون ویلی، په دغه روغتون کې د سختې ګرمۍ له امله ۸ تنه ناروغان مړه شوی دی.
د دغه روغتون د مسوولینو په وینا، له ګرمۍ څخه اغېزمن شوی شاوخوا ۴۵ ناروغان دغه روغتون ته لېږدول شوی وو.
دغه مسوولینو رسنیو ته ویلی، چې مړه شوی ناروغان په شکرې او د وینې پر لوړ فشار او نورو ناروغیو اخته وو.
په کراچۍ کې د هواپېژندنې ادارې ویلی، چې راتلونکو دوو ورځو لپاره بیا د سختې ګرمۍ وړاندوینه شوې ده.
روغتیایی کارپوهانو ښاریانو ته لارښوونه کړې، چې په لمر کې دې له کوره نه وځی او اوبه دې زیاتې وڅښی.
د راپورونو له مخې، د ښار له بېلابېلو سیمو څخه په نشه یی توکو د روږدو اوو تنو مړی موندل شوی او په تېرو دوو ورځو کې په کراچۍ کې په نشهیی توکو ۱۷ روږدی کسان هم مړه شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ