د کرنې وزارت وایی، له افغانستانه بهر ته د غنمو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۴مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، اداری او مالی مرستیال د رییس الوزرا له ځای ناستی سره کتنه کې ویلی، چې له افغانستانه یې بهر ته د غنمو د قاچاق بشپړ مخنیوی کړی.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د کرنې وزارت مالی او اداری مرستیال ویلی، د هېواد په کچه د غنمو د زېرمو جوړولو پر پلان کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې هېواد ته د اوړو د وارداتو کچه راټیټه شی.
هغه زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې یې پر کروندګرو سلګونه ټنه اصلاح شوی تخمونه وېشلی او دغه راز یې د اوبو د ګڼ شمېر سربندونو په جوړولو کار روان کړی، چې په بشپړېدو سره به یې د کروندګرو د اوبو لګولو ستونزه هم هواره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.