کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر غور ولایت کې یوې غونډه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتېدو خبر ورکړی.
د کرنې سرپرست وزیر ویلی، دوی هڅه کوی چې افغانستان د خوراکی توکو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسوی.
بل لور د کرنې او مالدارۍ خونه وایی، د کرنیزو محصولاتو صادروونکی سږ کال د تورخم دروازې د تړل کېدو او د کابل جلال آباد پر لار د غر ښویدنې له امله زیانمن شوی دی.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د هېواد تر ټولو ډېر صادرېدونکی توکی کرنیز محصولات دی..
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ