معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کرنې وزارت یو پلاوی چین ته تللی

د کرنې وزارت یو پلاوی چین ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه د متخصصینو یو پلاوي چین ته سفر کړی.

دغې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا غونډه به د لسو ورځو لپاره د چين په شي ښار کې تر سره شي او د چين د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د چين د لس کلن کرنيز پلان او د چين د کرنې د بدلون او پرمختګ د عواملو په اړه به په کې خبرې اترې وشي.

د خبر پر بنسټ په دې پروګرام کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت لوړولو او د کرنې په برخه کې د چین د ځان بسیاینې د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس