د کرنې وزارت یو پلاوی چین ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلی، چې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه د متخصصینو یو پلاوی چین ته سفر کړی.

دغې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې دا غونډه به د لسو ورځو لپاره د چین په شی ښار کې تر سره شی او د چین د ټولو کرنیزو پروګرامونو، د چین د لس کلن کرنیز پلان او د چین د کرنې د بدلون او پرمختګ د عواملو په اړه به په کې خبرې اترې وشی.

د خبر پر بنسټ په دې پروګرام کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت لوړولو او د کرنې په برخه کې د چین د ځان بسیاینې د څرنګوالی په اړه هم خبرې وشی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.