کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا “” ICC د نړۍ غوره لوبډلو او لوبغاړو تازه درجه بندی اعلان کړې.
په دغه درجه بندۍ کې راشد خان د ۶۸۷ نمرو په لرلو سره د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په کټګورۍ کې د نړۍ د غوره توپ اچوونکی نومول شوی او د پاکستان له شاهین افریدی څخه مخکې شوی دی.
د سویلی افریقا کیشاف مهاراج په درېیم نمبر کې قرار لری.
په الرونډرانو کې بیا محمد نبی د لومړی مقام ګټونکی شوی دی.
راشد خان بیا په آلراونډرانو کې درېیم مقام لری.
په ټېسټ کرکټ کې د هند جسپریت بومرا د ۸۸۳ نمرو په لرلو سره لومړی ځای خپل کړی او د سویلی افریقا ربادا دوهم ځای کې قرار لری.
په توپوهونکو کې افغان لوبغاړی رحمنالله ګربز په ۵۰ اوریزه کرکټ کې اووم او په شل اوریزه کې په لسم مقام کې راغلی دی.
د افغانستان ملی لوبډلې په شل اوریزه کرکټ کې دولسم او په ۵۰ اوریزه کې لسم مقام کې دی او په ټېسټ لوبو کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ