د کرکټ په لوبو کې زمونږ تاریخی بریا او د خوښۍ لمانځنې لپاره یې څو ټکی!

د کرکټ نړیوال جام کې تېر ماښام افغان لوبډلې وکولای شول له پاکستانی لوبډلې څخه په اتو وېکټو سیالی وګټی، که څه هم د هرې بلې لوبې په څېر د کرکټ لوبه هم له ځان سره وړل او بایلل دواړه لری او هېڅ څوک د دې ضمانت نشی کولای چې د خوارو افغانانو دغه بریا به تل د دوی په برخه وی، خو د سږ کال په نړیوال جام کې د نړیوال کرکټ دوه بنسټګرو هېوادو انګلستان او پاکستان ته د ماتې په ورکړې سره افغانانو یو ځل بیا وښوده چې دوی د دې استعداد او توان لری چې په نړیوالو لوبو کې ښه وځلېږی او د خپلو خوارو او مصیبت ځپلیو خلکو پر شونډو حتی که د یوې شپې لپاره هم وی د خوښۍ مسکا راولی.
د رسنیزو راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د ۲۰۱۲ زېږدیزکال د فبرورۍ په میاشت کې په متحده عربی اماراتو کې ترسره شوه، چې پاکستان وګټله. له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ شپږ نورې یو ورځنۍ لوبې وشوې چې ټولې پاکستان وګټلې خو افغان لوبډلې بیا د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې تر دې مخکې دوه ځله له پاکستان څخه سیالی ګټلې ده.
د کرکټ لوبه که څه هم په افغانستان کې تاریخی او اوږده سابقه نه لری او یوازې د هېواد د جګړو او ویرونو په دور کې ګاونډیو هېوادو په تېره بیا همدې پاکستان ته د افغانانو د کډوالۍ په ترڅ کې یو شمېر ځوانانو د مهاجرت په پنډغالیو کې دا لوبه زده کړه او بیا افغانستان ته تر راتلو وروسته یې دلته هم رواج کړه چې ورو ورو یې وده وکړ او دا دی نن په نړیوال جام کې هم لوبېږی او خپل ولس او هېواد ته ویاړ ګټلای شی.
بل اړخ ته دا هم باید هېر نه کړو چې متأسفانه زمونږ همدا ګاونډی پر خپلو نورو ناکردو سربېره د کرکټ په سیالیو کې هم کله نا کله د افغانانو په وړاندې دومره سپک چلند کوی چې آن د لوبو له نړیوالو اخلاقو او اصولو سره هم په ټکر کې واقع کېږی.
شاید د دوی د دغه غیر اخلاقی چلند لامل به هم دا وی چې دوی افغان کرکټران خپل سیال نه ګڼی او د نړیوالو لوبو په میدانونو کې ورسره لوبېدل ځان ته سپکاوی ګڼی. د دې خبرې څرک نه یوازې د ګاونډی ملک د لوبغاړو په غبرګونونو کې چې آن د دوی د سیاست والو په څرګندونو کې هم لګېږی او په ډاګه کېږی چې دوی لوبې ته د لوبې په سترګه نه، بلکې د سیاسی مفاداتو د ترلاسه کولو د یوې وسیلی په توګه ګوری.
په هر صورت د ګاونډی ملک د ټیم په وړاندې د افغان کرکټرانو د بریا په اړه دا غبرګونونه که له هېواد څخه بهر او په ګاونډی ملک کې پدې ډول څرګندېږی په کور د ننه او په افغانستان کې هم یو لړ وړ او ناوړه غبرګونونه له ځان سره لری چې د خوښۍ په دغه شېبو کې د افغانانو له خوا په پلازمېنه کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې هوایی ډزې یا لارو او کوڅو ته راوتل او هغه په داسې بڼه بندول چې نه د روغ او ناروغ پرواه ولری او نه د نورو ضروری چارو، په خپله یوه لویه ستونزه ده.
پرته له شکه په نړیوالو لوبو کې هغه که کرکټ وی یا بله کومه لوبه د افغانانو دا ډول بریا د افغانستان او د هغې د اوسېدونکو لپاره یو لوی او تاریخی ویاړ دی او باید دا بریا په څومره شاندارو مراسمو چې کېږی ولمانځل شی، خو دا هم باید په یاد ولرو چې ډزې کول او د لارو بندول چې روغ او ناروغ ته د سرخوږی او مصیبت سبب کېږی، د بریا لمانځل نه، بلکې نورو ته آزار او اذیت رسول دی.
دا هم په یاد باید ولرو چې مونږ د مسلمانانو په توګه د دې ډول خوښیو د لمانځلو لپاره ځانګړی دودونه لرو چې د شکرانې دوه رکعته نفل لمونځ اداء کول یا الله ته په سجده پریوتل چې اکثره یې زمونږ ملی لوبغاړی هم د بریا پر وخت ادا کوی، د خپلو خوښیو او د الله د شکرانې ادا کولو تر ټولو غوره لاره ده.
دې ته هم باید پام وکړو چې همدا اوس چې مونږ د کرکټ د ملی ټیم بریا په هوایی ډزو او د موټرو په بې ځایه هارنونو لمانځو او خپلې پیسې بې ځایه مصرفوو نو زمونږ په خپل هېواد کې د هرات زلزله ځپلی یوې مړۍ ډوډۍ او د سرپناه یوې خیمې ته احتیاج دی او د اسلامی نړۍ په کچه مظلوم او جګړه ځپلی فلسطینیان چې د یهودی تاړاک په وحشت کې یې هرڅه له لاسه ورکړی د مرستې، خواخوږی او همغږۍ یوې وړې هڅې ته! څومره به ښه وی که هېواد وال مو د خوښۍ او غم د لمانځلو پر وخت تر ځان ور ها خوا نور هم په یاد ولری او پر غم ځپلیو شونډو یې د دعا او مسکا راوستلو هڅه وکړی. و ما علینا الی البلاغ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.