کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې افغانستان نن له کوربه هندوستان سره سیالی کوی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایی، دوی هیله مند دی چې افغانستان نننۍ لوبه وګټی.
په نړیوال جام کې دا د افغانستان دوهمه لوبه ده، لومړۍ لوبه یې درې ورځې وړاندې د هند په درمشاله لوبغالی کې بنګلدېش ته بایللې وه.
په نړیوال جام کې به د افغانستان بله لوبه د راروانې یکشنبې په ورځ له انګلستان سره وی.
د افغانستان د کرکټ د یو ورځینو لوبو لوبډلمشر حمشت الله شاهدې له هند سره د لوبې د چمتوالی ډاډ ورکړی دی.
نوموړی ویلی، په لوبډله کې تکړه ورو توپ اچونکی لری او له هند سره د نن ورځې لپاره یې لوبډله پوره چمتو ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ