کابل( د تلې ۲۳مه، ګهیځ نیوز):
پداسې حال کې چې ټاکل شوې راتلونکې یکشنبې په اسټرالیا کې د کرېکټ د شل اوریز نړیوال جام لوبې پیل شی، افغان ملی لوبډله چمتوالی نیسی او له دې وروسته به تمریناتی لوبې کوی.
د رسنیو د رپوټونو له مخې ویل کېږی چې د دې اوونۍ تر اخره به د لومړی پړاو لوبې په دوو ګروپونو کې ترسره شی .
په همدې حال کې د افغان کرېکټ بورډ اداره وایی چې د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام لپاره یی مالی ملاتړ کوونکی موندلی دی. د شل اوریز په لومړیو دوو نړیوالو جامونو کې افغان لوبډله ونه لوبېده له هغه را وروسته یې دې جام ته لار وکړه خو تر دې دمه یې د پام وړ نتیجه نهده ترلاسه کړې.
د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومی رییس میرویس اشرف له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې چې هیلهمند دی چې سږ کال به په نړیوال جام کې افغان لوبډله ښه وځلېږی.
د اوونۍ تر اخره به د لومړی پړاو لوبې په دوو ګروپونو کې ترسره شی، افغان لوبډله د غوراوی په پړاو کې ده چې دا لوبې راتلونکې اوونۍ شروع کېږی.
د شل اورونو د کرېکټ نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو، کوربه یې سوېلی افریقا وه. تر دې وروسته اووه ځله دا نړیوالې لوبې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوې دی.
تر اوسه دا جام دوه ځله ویسټ اینډیز ګټلی دی، له دې پرته هند، پاکستان، انګلستان، سریلانکا او اسټرالیا یو یو ځل دا جام خپل کړی دی.
د برېتانیایی رسنیو په استناد نژدې شپږ پېړۍ مخکې د کرېکټ لوبې د انګلستان په سوېل ختیځ کې پیل شوې. دا لوبې بیا د برېتانیا له امپراتورۍ سره خپرې شوې او د نولسمې پېړۍ په پیل کې د کرېکټ د نړیوالې شورا له رامځته کېدو سره یې نړیوالې مسابقې شروع شوې.
گهیځ