کابل-ګهیځ نیوز( د ثور لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او برېښنا وزارت وایی، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د رغونې چارې وروستی پړاو ته رسېدلی او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
د یاد وزارت ویاند ویلی، دغه بند چې د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو ظرفیت لری، ۹۹ سلنه کارونه یې پر مخ تللی چې په بشپړېدو سره به یې شپږ میګاواټه برېښنا تولید شی.
په ورته مهال د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې د اوبیزو بندونو جوړول، د کرنیزو توکو د حاصلاتو د زیاتوالی او هېواد کې د وچکالۍ د مخنیوی په برخو کې اغېزمن ګڼی او ټینګار کوی، چې د اوبو له مدیریت سره افغانستان له وارداتی هېواد څخه پر صادراتی هېواد بدل شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ