معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندهار د اب جوشو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

د کندهار د اب جوشو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار بڼوال او سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د اب جوشو حاصلات زیات دي، خو بیې یې د نورو کلونو په پرته ټیټې دي، چې له امله یې د دوی شوي لګښتونه نه پوره کوي.
دوی غوښتنه کوي، چې د کندهار اب جوشو لپاره دې بازار موندنه وشي.
د دغه ولایت د اب جوشو ډېره برخه پاکستان او هند ته صادریږي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، تېر کال له یاد ولایت څخه د ۳۲ میلیونه ډالرو په ارزښت، له لس زره ټنه څخه زیاتې اب جوشې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي. د کندهار، ژېړۍ، پنجوايي، مېوند، ډنډ، دمان، ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې د مېوو زرګونه باغونه شتون لري، چې حاصلات یې د کورنیو مارکېټونو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته لېږل کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس