کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار بڼوال او سوداګر وایی، سږ کال په دغه ولایت کې د اب جوشو حاصلات زیات دی، خو بیې یې د نورو کلونو په پرته ټیټې دی، چې له امله یې د دوی شوی لګښتونه نه پوره کوی.
دوی غوښتنه کوی، چې د کندهار اب جوشو لپاره دې بازار موندنه وشی.
د دغه ولایت د اب جوشو ډېره برخه پاکستان او هند ته صادریږی.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایی، تېر کال له یاد ولایت څخه د ۳۲ میلیونه ډالرو په ارزښت، له لس زره ټنه څخه زیاتې اب جوشې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دی. د کندهار، ژېړۍ، پنجوایی، مېوند، ډنډ، دمان، ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې د مېوو زرګونه باغونه شتون لری، چې حاصلات یې د کورنیو مارکېټونو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته لېږل کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ