کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پیل شول.
په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو انتقال د هېواد د اقتصادی پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام یاد کړ.
نوموړی زیاته کړې، مخکې د ایران له لارې پاکستان ته ګاز انتقالېدل، چې د سرپرست افغان حکومت په راتګ سره افغانستان د ټرانزیټ له اړخه امن شو، نو له همدې امله اوس له دې ادرسه په لویه کچه صادرات ترسره کیږی.
بل لور د کندهار ګمرک رییس ویلی، په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان له لارې ۲۲ زره ۸۹۱ محمولې ترانزیت منځنۍ آسیا او نورو هېوادونو ته شوې وې، چې په ۱۴۰۱ کال کې د ټرانزیټ د محمولو شمېر ۵۳ زره ۶۷۹ ته ورسېد.
هغه ډاډ وړاندې کړ، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاری پاکستان ته د ګازو په صاداراتو کی به هېڅ ډول خنډ او ځنډ رانه شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ