کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار – هرات د ۷۳۷ کیلومټره اوسپنیزې کرښې د تفصیلی ډیزاین کارونه پیل شول.
د یاد وزارت د خبر له مخې د دغې پروژې چارې به تر راتلونکو اتو میاشتو پورې بشپړې شی.
بل لور د افغان حکومت مرکزی ویاند ویلی، د دغې بنسټیزې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان له لارې ترکمنستان او ایران له پاکستان سره ونښلول شی.
نوموړی دغه پروژه له تجارتی او ټرانزیټی پلوه یو مهم اقتصادی ګام بللی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ