کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار اقتصاد ریاست ویلی، چې د کندهار په دوو ولسوالیو کې صحی کلینیکونه جوړیږی.
د خبر پر بنسټ دغه کلینکونه د UN-IOM نړیوالی مؤسسې په مالی لګښت د اقتصاد ریاست سره په همغږۍ او د عامې روغتیا ریاست تر رهبرۍ لاندې په سپین بولدک او کښته شاولیکوټ ولسوالیو کې خلکو ته د روغتیایی خدماتو رسولو په هدف کلینیکونه جوړوی.
د خبر له مخې د دغو کلینکونو د جوړېدو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوی دی.
مسوولین وایی، چې یاد کلینکونو چارې به د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ